ټولنه

جلال آباد ښارڅلوردروازو کی دویم لین سړ کونه جوړيږی

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٨ :
د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه د جلال اباد ښار څلورو  دروازو کې دویم لین سړکونه جوړیږي.
سلاکار وزیراود ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل وایي د جلال آباد ښار ته   د داخلیدوڅلورودروازو کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي اوولسونو ته دآسانتياو د برابرولو په موخه دویم لین سړکونه جوړوي.
ده زیاته کړه،  ډیر ژر به د بهسودو او انګور باغ په سیمو کې پل ته څېرمه د دویم لین سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې له امله به یې د ترافیکي او نورو ستونزو مخنیوی وشي.
د ده په وینا په راتلوونکي کال کې به له  ځآنګړي بودیجې څخه په دوو نورو دروازو کې هم دویم لین سړکونه جوړ شي ، ترڅو په بشپړ ډول د ترافیکي ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي.
ښاغلي منګل دغه څرګندونې د انګور باغ په سیمه کې دویم لین سړک د جوړونې بهیر څخه د لیدنې پر مهال،چې د جلال اباد ښاروال یې هم ملتیا کوله، وکړې.
دجلال اباد ښاروال حیمدالله افغان وویل، د هډې فارم له پله تر انګور باغه  د دويم لاين سړک د قير اچونې چارې به د راتلوونکو دوه ورځو په ترڅ کې بشپړې او سړک به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نده  زیاته کړه، دغه سړک، چې پنځه سوه څلوېښت متره اوږد والی او اوه متره سورلري د دولسو ميليونو افغانيو په لګښت د ښاروالۍ له بودجې څخه جوړيږي.
دا په داسې حال کې ده،چې د بهسودو نوي پل دواړو لورو ته هم د سړک جوړونې چارې څو ورځې وړاندې پیل شوې.
د دغه سړک په جوړيدو سره به د ښاريانو هغه ستونزې تر ډيره حل شي ،چې تردې وړاندې يې په سيمه کې د تګ راتګ پر مهاليې لرلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته