امنیت

دوه اويا کيلوګرامه چرس او اپين کشف او ترلاسه شول .

کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
دوه اويا کيلوګرامه چرس او اپين له دريو تنو مشکوکو کسانو سره دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې دمديريت دپوليسو دپرسونل له خوا کشف او ترلاسه شول .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختر اژانس ته خبرورکړ دغه توکي چې شپږ شپيته کيلوګرامه اوومه چرس او شپږ کيلوګرامه اپين پکې دي ديو موټر په واسطه دهيواد له شمال څخه دکابل په لور ليږدول کيدل دپروان ولايت دسالنګ ولسوالۍ دباغ مردان په ساحه کې  کشف شول .
  يوه اړونده  خبرځاى وويل ددغې قضيې په اړوند درې تنه نيول شوي او دقضيې له عاملينو څخه تحقيقات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته