ټولنه

خبرتيا

کابل باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
  دکابل دترافيکو  مديريت خبرتيا
يوه کابو شپيته کلن ميرمن چې په شين ګلدار کميس او سپين پرتوک  سمباله ده پرون مازيګر دکابل ښار دقلعه وکيل په ساحه کې  د ترافيکي پيښې له امله وفات شوې ده .
تراوسه پورې ددغې وفات شوې ميرمنې هويت نه دى روښانه شوى او خپلوان يې کولاي شي دمتوفى مړى دعدلي طب له  رياست څخه ترلاسه کړي او دزياتو معلوماتو دترلاسه کولو په خاطر دې  دکابل ښار په دهمزنګ  کې دکابل دترافيکو دلوى مديريت دپيښو دڅيړنې امريت ته ورشي او يادې دتيلفون له دغو شميرو سره اړيکې ونيسي .
٢١٠٢٥٠٣٧١١_ ٠٧٠٠٢٦٠٦٩٠

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته