فرهنګ

د زين الله منلي د ادبي خدمتونو علمي سيمينار جوړ شو

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٥
د هېواد د پياوړي او نوميالي ليکوال او ښوونکي زين الله منلي د ادبي خدمتونو تر عنوان لاندې علمي سيمينار نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د پيغام په لوستلو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال مرکزکې جوړ شو .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
د دغه سيمينار د پرانستلو په غونډه کې د هېواد د جمهور رييس پيغام د جمهور رييس د سلاکار لال پاچا آزمون له خوا ولوستل شو.
د جمهور رييس په پيغام کې څرګنده شوې ده چې پياوړى ليکوال، شاعر، ژباړن زين الله منلى د هېواد يو ډير تکړ ه ليکوال او ښوونکى بلل کيږي چې د ليکوالۍ، ديني پوهې او ادبي آثارو، لوست ورکولو او ژباړنې په برخوکې کلک  او اوچت ګامونه اخستي دي.
د ده د ژباړنې او ليکنې آثار د هېواد د بچيانو په ښوونه او روزنه او له بهرنيو آثارو سره د ليکوالو په بلدتيا کې ګټور دي او د هغه له نشر څخه په زده کړه کې استفاده کيږي او نظم يې هم له پند، خوند او خوږوالي څخه ډک دى.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس په پيغام کې دغه راز څرګنده شوې ده چې زين الله منلي کلونه کلونه د هېواد په مطبوعاتو، محکمو او رسنيو کې کار کړى دى او د هېواد بچيانو ته يې د علم او هېواد پالنې درس ور زده کړى دى .
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي اداري او ګرځندوى معين زردشت شمس، د زين الله منلي د ادبي کړنو او شخصيت په باب خبرې وکړې او ويې ويل: منلى زموږ د زمانې له هغو اديبانو څخه دى چې د هېواد د سترو ليکوالو په ډله کې شمېرل کيږي او قلم يې لوړ قدر او منزلت لري .
زردشت شمس وويل چې زين الله منلي د خپل ارزښتناک ژوند زياته برخه د ليکوالۍ، شعر ويلو او د هېواد په ملي ژبو د معتبرو ادبي آثارو د ژباړنې له لارې د دې هېواد بچيانو ته د خدمت په لاره کې وقف کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين وويل چې منلي زيات شاګران روزلي دي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېوادکې د ادب او فرهنګ د بډاينې په برخه کې د ده د ګټورو خدمتونو له امله قدرداني کوي .
وروسته د زين الله منلي د ادبي خدمتونو د علي سيمينار په کارکې نجيب الله منلي، څيړنپوه سليمان لايق، رازقي نړيوال، حبيب الله رفع، سيد نظيم سيدي،اسد الله ولوالجي او صديق الله بدر په وار سره د زين الله منلي د کارنامو او د ديني او ادبي آثارو په بارکې خپلې مقالې وړاندې کړې.
ورپسې زين الله منلي خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت، د علومو اکاډمۍ له پوهانو او د دغه سيمينار له نورو برخه والوڅخه يې مننه وکړه.
په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات خبرې وکړې او د زين الله منلي ارزښتناک خدمتونه.يې وستايل او ويې ويل چې د هېواد د دغه پياوړى ليکوال ارزښتناک آثار کيداى شي د ځوانانو لپاره يوه ښه سرچينه وي او له شک پرته ځوانان د هېواد د دغه نوميالي ليکوال له بډايو آثارو څخه اغيزمنه استفاده کوي.
زين الله منلى په ١٣٠٣ هجري لمريز کال کې د ننګرهار ولايت د روداتو ولسوالۍ په کان کلي کې زيږيدلى دى. ديني تعليمات يې په سيمه ييزو جوماتونوکې زده کړي دي او په ١٣٢٢ کال کې د ننګرهار په هډې نجم المدارس کې شامل او په ١٣٣٣ کال کې د بکلوريا په سويه فارغ شو.
ده د پښتو ټولنې د برخې د ادبياتو د مامور، د خوست محکمې د مفتي، د د پښتو ټولنې د کابل مجلې د مديريت د مرستيال، د شرعياتو مدرسې د استاد، د پکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ په باتور ښوونځي کې د ښوونکي، د راډيو افغانستان د خبر د برخې د غړي، د پوهنې وزارت د عرفان مجلې د مرستيال ، د سترې محکمې د عالي شورا د غړي، د حج او اوقافو د رييس، د سترې محکمې د مدني ديوان د غړي، د اسلامي تحقيقاتو د فقه او قانون ديپارتمنت د رييس، د اسلامي تحقيقاتو د مرکز د رييس په توګه او د هېواد په نورو تعليمي برخوکې کار کړى دى.
زين الله منلى د دوستۍ په عالي دولتي مډال او د مير مسجدي خان په عالي دولتي مډال هم وياړل شوى دى .
دى تر اوسه پورې ٢٠٠ مقالې او ٣٠ ديني او ادبي آثار لري او د ده ١٠ آثار او ٦ کتابونه هم چاپ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته