امنیت

د هلمند ولايت امنيه قوماندان له يوه ناوړه قصدڅخه روغ رمټ پاتې شو

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
د هلمند ولايت امنيه قوماندان تېره شپه د چاودنې له يوه بريدڅخه روغ رمټ پاتې شو .
د هلمند د والي  وياندعمر ځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: کله چې دهلمند ولايت امنيه قوماندان آقانورکينتوز د پوليسو له نورو ځواکونو سره د هلمند _قندهار په لويه لاره کې د ښخ کړى شويو ماينونو په شنډولو بوخت و؛ د سرکاردين  په ساحه کې د ده د سپرلۍ موټر په ماين وخوتپ قوماندان  روغ رمټ پاتې شو، خو د پوليسو دوه تنه سرتيري شهيدان شول .
  د هلمند ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال آقانور کينتوز د دغه خبر په تاييدولو سره وويل: د هلمند _ قندهار د لويې لارې له پرانستل کيدو وروسته په ساحه کې د طالبانو له خوا له ښخ کړي شويو ماينونو څخه د واټ د پاکولو عمليات پيل شول او دوى دمايونو په شنډولو  بوخت وو چې په ساحه کې ماين وچاوديد او دى له دغې پيښې څخه روغ رمټ پاتې شو .
د ده دڅرګندونوله مخې: په دې پيښه کې د پوليسو دوه تنه سرتيري شهيدان شوي دي .
ده وويل: د لويې لارې شاوخوا ساحې د ښخ کړي شويو ماينونو له شتون څخه پاکې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته