ورزش

دسپين غر بازانو او د سيمرغ البرز ټيمونه لوبه کوي.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٧
دفوټبال د روشن دغوره ليګ نوروزي سيالۍ نن دسپين غربازانو او دسيمرغ البرز دټيمونو په لوبې سره دوام مومي.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل: ددغو سياليو ګټوونکى ټيم دفوټبال د روشن دغوره ليک دسياليو وروستي پړاوته لاره مومي.
ده وويل: په پرونۍ لوبه کې د شاهين آسمايي ټيم ديوې په وړاندې په دريو سره دميوند اتلانو ټيم ته ماتې ورکړه او ددغو سياليو نيمايي وروستي پړاوته يې لاره وموندله.
دغه سيالۍ له څلورو ورځو راپه دې خوا دڅلورو ټيمونو ترمنځ دجلال آباد دفوټبال فدراسيون په لوبغالي کې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته