ټولنه

دسرپل ولايت له مرکز سره د دغه ولايت د کوهستاناتو د ولسوالۍ لاره بنده شوې ده

-کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٤
د سرپل ولايت له مرکز سره د کوهستاناتو د ولسوالۍ لاره د وسله والو طالبانو د فعاليتونو له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
د کوهستاناتو ولسوال تاج الدين ملک زاده نن سهار د دغې پيښې په تاييدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل: اوس په دغې ولسوالۍ کې څه ناڅه ٢٠٠ کورنۍ د وسله والو طالبانو تر ګواښ لاندې دي.
د ده دڅرګندونو له مخې: په لسګونو کورنۍ له هغو سيمو څخه چې د وسله والو طالبانو تر واکمنۍ لاندې نيولې شوې دي؛ له خپلوکورونو څخه وتلې دي او د ولسوالۍ مرکز ته بې ځايه شوي دي او د خوراکي توکو د نشتوالي له ستونزو سره مخامخې دي.
د کوهستاناتو ولسوال دغه راز وويل: په هغو سيموکې چې وسله وال طالبان واکمن شوي دي؛ د خلکو يو شمېرکورونه هم له دولت سره دهمکارۍ په جرم سوځولي دي.
هلې ځلې مو وکړې چې د دغې موضوع په باب د سرپل ولايت د سرپرست نظر واخلو؛ خو په دې کار بريالي نه شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته