سیاست

دځوانانو دملي پاليسۍ په تطبيق او همغږۍ دڅارنې دعالي کميسيون دجمهور رييس د دويم مرستيال په مشرى غونډه وکړه.

کابل-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
دځوانانو دملي پاليسۍ په تطبيق او همغږۍ دڅارنې دعالي کميسيون دجمهور رييس دويم مرستيال او ددغه کميسيون غونډه نن له غرمې وروسته دجمهور رييس د دويم مرستيال او ددغه کميسيون رييس قانونپوه محمد سروردانش په مشرۍ جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دجمهور رييس مرستيال دځوانانو رول او اهميت مهم وباله او زياته يې کړه چې دهيوادونو دپرمختګ او ترقۍ يوه لاره دهغو دځوانانو او د راتلونکى نسل دملاتړ په برخه کې پانګونه ده . ځکه ځوان نسل دفعال ،متحرک، هڅانده او احساس لرونکي ځواک په توګه کولاى شي ديوې ټولنې په پرمختګ ترقۍ او همغږۍ کې ښه رول ولري.
په دې غونډه کې له اجندا سره سم داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات دځوانانو دملي پاليسۍ د تطبيق په باب رپوټ وړاندې کړ او زياته يې کړه چې دځوانانو دملي پاليسۍ د تطبيق په اړوند دځوانانو دچارو دمعينيت او دلوړو زده کړو له نشه يي توکو سره دمبآرزې او کار او ټولنيزو چارو د وزارتونو او دنورو اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ منظمې غونډې جوړې شوي او داغيزمنې همغږۍ لپاره دولايتونو په کچه يو لړ سفرونه هم شوي دي .
دغه راز په دې غونده کې دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې معين هم دولايتونو په کچه دځوانانو دملي پاليسۍ پرتطبيق دڅارنې دولايتي کميسيونونو دجوړولو رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې دغه کميسيون په ټولو ولايتونو کې فعال دى او تراوسه پورې په ټولو ولايتونو کې منظمې غونډې جوړې شوي دي.
دغه راز له اجندا سره سم دځوانانو دپارلمان په باب هم خبرې وشوې.
دځوانانو روزنيز پارلمان دملي وحدت دحکومت دفعاليتونو او لاسه راوړونو نتيجه ده چې په روان کال کې ديوې اوونۍ لپاره دلويې جرګې په تالارکې جوړ شو.
دجمهور رييس مرستيال دولايتونو په کچه د ځوانانو دملي پاليسۍ تطبيق مهم او اساسي وباله او ټينګار يې وکړ چې دپروګرامونو دښه تطبيق او اغيزمنې همغږۍ لپاره دې دولايتونو په کچه دواليانو په شتون دولايتونو په کچه دځوانانو او جندر کميټه په ګډه جوړه شي چې په همدې لاره کې دې دښځو دچارو وزارت د ځوانانو دچارو معينيت او دسيمه ييزو ارګانونو اداره په ولايتونو کې دپروګرامو د بهير دمديريت لپاره بايد يو کارى طرز العمل برابر کړي .
دغه راز له اجندا سره سم له ټاکلې مودې څخه مخکې ودونو سره دمبآرزې عملياتي پلان هم دغونډې دغړو له خوا دبيلابيلو نظريو په وړاندې کولو سره وڅيړل شو.
دجمهوري رياست دويم مرستيال له ټاکلي مودې څخه مخکې ودونو سره مبآرزه د دولت يو مکلفيت وباله او ټينګاريې وکړ چې له ځينو ټولنيزو ناخوالو سره مبارزه پرله پسې فرهنګي او حقوقي کار او ملي اراده او هوډ غواړي.
دجمهور رييس مرستيال په همدې لاره کې اشاره وکړه چې دنړيوالو کنوانسيونونو او دځينو کورنيو قوانينو او دودونو ترمنځ تعارض شتون لري او دا کار موږ . دستراتيژيو په تطبيق کې له ستونزو سره مخامخ کوي چې بايد له دغه شان مواردو سره په فني او تخصصي ډول چلند وشي.
ده زياته کړه چې له ټاکلې مودې څخه مخکې دنجونو له ودونو سره دمبارزې ملي پلان په لومړيو څلورو برخو کې له کومې ستونزې سره مخامخ نه دى او دکميسيون دتاييد وړ دى . خو پنځمه برخه چې دنجونو دودونو په عمر پورې اړه لري په قانوني لحاظ له ستونزې سره مخامخه ده او بايد په کابينه کې وڅيړل شي او په دې باب لازمې پريکړې وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته