فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په راروانه مياشت کې په دايکنډي کي فرهنګي اوونۍ نمانځي

کابل باختر دسلواغې ٨ نيټه :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست نن د دايکنډي  له والي  او د دغه ولايت له يو شمېر فرهنګيانو سره  د کتنې په ترڅ کې په دغه ولايت کې   فرهنګيانو او تاريخي آبداتو ته  په زياتې پاملرنې باندې ټينګار وکړ .
د باخترآژانس د خبر له مخې ؛  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګي  چارو معين او سرپرست  پوهاند محمدرسول باوري نن  د دايکنډي له والي محمود بليغ  او  د دغه ولايت له يوشمېر فرهنګيانوسره وکتل.
په دې کتنه کې د دايکنډي والي  په دغه ولايت کې  د فرهنګي او نشراتي  کارونو  او په دغه ولايت کې د ٤٢ تاريخي څلو دتثبيتولو په باب معلومات ورکړل.
ده  وويل  چې په دايکنډي ولايت کې د نشراتي اوفرهنګي فعاليتونو د ترسره
کولو لپاره  مناسب شرايط  او زمينې شتون لري  چې په پروګرام  جوړولو سره کولاى شو هغه عملي اوپراخ کړو.
ده دغه راز يادونه وکړه چې دايکنډي ډير کم د نشراتي شبکو ترپوښښ لاندې دى چې  ده په دې برخه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
دغه راز ده  د بادام ګل  د ميلې د نمانځنې د څرنګوالي په باب چې کال په کال په دايکنډي کې نمانځل کيږي معلومات ورکړل او د دغې ميلې د لازياتې پراختيا لپاره يې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز دوى  په دايکنډي ولايت کې  د تاريخي څلو دساتنې  او دځينو نورو فرهنګي مسئلو يادونه وکړه.
پوهاند باوري وويل چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په دايکنډي ولايت کې  د فرهنګي او نشراتي فعاليتونو د ودې  او پراختيا لپاره  ژمن دى  او ملاتړ يې کوي.
ده وويل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې يو هيئت دايکنډي ته استول کيږي چې په دغه ولايت کې ثبت شوي څلي وڅيړي.
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د دايکنډي د فرهنګيانو د ملاتړ او په دغه  ولايت کې دفرهنګي فعاليتونو د ودې لپاره په پام کې لري چې د را روان کال د غبرګولي  او يا د چنګاښ په مياشتو کې په دايکنډې کي فرهنګي اوونۍ  ونمانځي .
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته