کابل / دلړم ٥مه / باختر :
څلور وسله وال طالبان په فراه کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
دظفر قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په لېږلو سره ليکلي دي: دغه څلور وسله وال طالبان د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د پوځيانو په کمين کې ووژل شول .
سرچينه زياتوي چې په جګړه کې د دښمن څلور موټرسايکلونه او يوه اندازه جنګي وسايل هم د پوځيانو لاس ته ورغلي دي .
ختم_ ج _ اکرم