امنیت

طالبانو په غورکې يوښوونځي وسوځاوه

کابل باختر د لړم  دولسمه :
په غور ولايت کې سيمه ييز مقامات وايي چې وسله والوطالبانو تيره شپه په دغه ولايت کې يو ښوونځي وسوځاوه .
دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي باخترآژانس ته وويل: دغه ښوونځى د غور ولايت په تولک ولسوالۍ کې پروت دى او تيره شپه دطالبانو له خوا پرې بريد وشو او سوځول شوى دى.
خطيبي زياته کړه: په دې پيښه کې د دغه ښوونځي د ودانۍ يوه برخه ، په سلګونو کتابونه او په لسګونو ميزونه او څوکۍ سوځول شوې او له منځه تللي دي .
د ده دڅرګندونو له مخې: ددغې پيښې له رامنځته کيدومخکې طالبان له سيمې وتښتيدل او په دې باب د امنيتي ارګانونو له خوا څيړنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته