ټولنه

دباميانو او دايکندي خلکو مظاهري وکړي

کابل باختردثور دمياشتي  ٦ :

ددايکندي  اوباميانو دولايتونو يوشمير خلکو نن دمظاهرو په کولو سره له حکومت  څخه وغوښتل چې په  ګاونډيو هيوادنو  کې دافغان مهاجرو دځورونې مخه ونيسي .

دغو مظاهره کوونکو وويل چې بايد له افغان  مهاجرينو سره دمنل شويو نړيوالو  ميثاقونو له مخې  په دغو هيوادونو کې چلند وشي  او کوربه هيوادونه ددوي مصونيت ته له پخوا زياته پاملرنه وکړي .

دباخترا ژانس  دخبرله مخي  مظاهره کوونکو دبشر دحقوقو له مدافعو  سازمانونو  اومدني ټولنو څخه هم په دي لاره کې دمرستي غوښتنه وکړه.

دغه غبرګونونه په داسي حال کې کيږي چې ويل کيږي  په کويټه کې په يوشمير افغان مهاجرينو وسله وال بريدونه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته