امنیت

په هلمندکې د ٣٢ کيلومترو په اوږدوالي د يوه سړک د جوړولو کار پيل شو

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٥  :
په هلمند ولايت کې د څه دپاسه دوه ديرشو کيلومترو په اوږدوالي د يوه سړک د جوړولو او قير کولو کار نن پيل شو.
دغه سړک چې ٣٢ کيلومترو اوږدوالى او١٠متره سور لري؛ د جوړولو لګښت يې د آسيايي پرمختيايي بانک له خوا ورکول کيږي.
د فوايد عامې وزير محمود بليغ وويل: قراردادي شرکتونه چې ددغه سړک د جوړولو کارپرمخ بيايي؛ له باکيفيته توکو څخه ددغه سړک په جوړولوکې استفاده کړي.د دغه سړک د جوړولو کار به تر دوو کلونو پورې بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د هلمند ولايت د فوايد عامې آمر وويل: دغه سړک د لښکرګاه له چاه انجيرڅخه پيل او د ګرشک تر ولسوالۍ پورې دوام لري چې٣٠٠ کلي له عمومي وات او د ولسوالۍ له بازار سره نښلوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته