امنیت

په تالقانوکې د پوځيانو ملاتړ وشو

تخار باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه  :
د تالقانو ښار اوسيدونکو د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره خپل  ملاتړ  اعلام کړ.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :  
په هغې غونډه کې چې له همدې امله په تالقانوښارکې جوړه شوې وه؛ ويناوالو وويل چې د هېواد ميړني امنيتي ځواکونه په تېره بيا د خپلواکۍ د لارې دغه مبارزين د ملي نواميسو د دفاع د هېواد د پت او خاورې د ساتنې لپاره   د ډار اچوونکو په وړاندې د جګړې په لومړۍ ليکه کې په صادقانه ډول مبارزه کوي چې د ملاتړ او ستاينې وړ دي.
دغو وينا والو د هېواد د ساتنې او دفاع په لاره کې د امنيتي ساتوونکو او سنګر دارانو د هلو ځلو له امله مننه او قدرداني وکړه او له هغوى سره يې خپل غوڅ ملاتړ ا علام کړ.
په دې غونډه کې د دولتي ادارو رئيسانو، د ولايتي شورا غړو او د تالقانو ښار په سلګونو تنه اوسيدونکو ګډون کړى و او وينا والو دغه راز څرګنده کړه چې د افغانستان په خلکو ډار اچوونکي او تروريستي بريدونه د اسلامي، انساني او بشري اصولو پرخلاف عمل دى.
د غونډې په پاى کې برخه والو په اوو مادوکې يو پريکړه ليک صادر کړ او له والي څخه يې وغوښتل چې د دغه پريکړه ليک مواد دې د هيواد له لوړ رتبه امنيتي مقاماتو سره طرحه کړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته