روغتیا

روغتیا وزارت په ننګرهار کې د ٩٦ زرو امریکایي ډالرو مرسته وکړه

جلال آباد د وري ١٠ مه باختر
په دغه مرسته کې چې نن ننګرهار ته د روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز له راتګ سره د ننګرهار والی شاه محمود میاخېل او د روغتیا رییس ډاکټر نصیر احمد دراني ته وسپارل شوه، د ٩٦ زرو امریکایې ډالرو په ارزښت ۶ وینټلیټرونه شامل دي.
فيروز وويل، چې له وينټليټرو څخه به د کرونا سختو ناروغانو لپاره استفاده وشي او هغه په خپلو خبرو کې د دې مرکز د لا تجهیز ژمنه وکړه.
وزیر همدا راز وویل: ۲ وينټليټرونه لغمان او کونړ ولايتونو ته هم ورکړل شوي دي .
بل خوا د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د عامې روغتيا وزارت له کړې مرستې مننه وکړه.
د میاخېل په خبره، هر وينټليټر شپاړلس زره امريکايي ډالره ارزښت لري، چې د دې په فعاليدو سره به پر کرونا د اخته ناروغانو په ساتنه کې مرسته وشي.
د کرونا د مخنیوي لپاره دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې د روغتیایی چارواکو په خبره په ننګرهار کې یو تن د کرونا پر ناروغۍ اخته شوی دی.
پاىوصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته