فرهنګ

دځوانانو داتحاديي غړو خپلې ستونزې له محمدعلم ايزديارسره طرحه کړې.

کابل باختردچنګاښ دمياشتي١٩:

دسنامجلس لومړي نايب محمدعلم ايزديار نن دافغانستان دځوانانو داتحاديي له رييس او مسوولينو سره دملي شورا دکنفرانسونو په تالارکې وکتل

باختراژانس ته دملي شورا دمشرانو جرګې  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې، په کتنه کې   ددغې اتحاديي  رييس محمدخان دانشجو ددغه مرکز دفعاليتونو په باب خبرې وکړې  او ويې ويل  چې دغه اتحاديه دځوانانو دروزنې اوپالنې په برخه کې زيات تمرکز لري  اوتراوسه پورې يې  يوسلو ديرش روزنيزمرکزونه  چې يو اويا يې په کابل کې دي  اودهيواد په کچه نوي ورزشي کلپونه فعال کړي دي .

دغه راز يوشميربرخه والو  دتبليغي کسانوله خوا دورزشي ډگرونو دغصب ، دپوهنې وزارت له خوا دتعليمي حوزو دجدي نه څارنې او کنترول  چې  دهيواد دپوهنې دظرفيت د کمښت سبب کيږي ، په ځينوښارګوټو کې دورزشي ډګرونو اوپارکونو دنشتوالي اوپه تعليمي نصاب کې په ښارکې داستوګنې دفرهنګ درعايتولو داړتيا په ګډون  دځوانانو اوددغې اتحاديي ستونزې له لومړي نايب سره طرحه کړې .

 ايزديار په بيلابيلو سياسي ، ټولنيزو اوفرهنګي برخو کې دځوانانو دفعال رول اوشتون يادونه وکړه او ويې ويل  چې ځوانان دبل هروخت په نسبت زيات مسووليت لري  چې له موجودو ستونزوسره مبارزه وکړي اوپه چلنجونو بريالي شي  چې دا ټول به  په قوي ارادي  اوجدي تصميم سره  امکان ولري.

ده حاضرينو ته وويل  هغه نظر اوتصور چې دنوى افغانستان دراتلوونکي لپاره يې لري ستاسو په ننني تصميم پورې اړه لري  اوتاسي کولاي شي دمشرانو په تجربوسربيره دمعاصري تکنالوژي اوپوهي په زده کړې سره ،سترو برياليتوبونو  ته ورسيږي .

دغه راز دسنا مجلس لومړي نايب  ژمنه وکړه چې دملي شورا دکار په پيل کيدوسره به دمشرانو جرګې دمربوطو کميسيونونو او داړوندو  کميسيونونو له لارې  ددوى له خوا  طرحه شوي پيشنهادونه وڅيړل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته