ټولنه

د څلور سوه کورونو د ويجاړيدو مخه ونيول شوه

کابل باختر دمرغومي يوولسمه
د ننګرهار ولايت په دره نور ولسوالۍ کې ديو ميليونو ۹۰۰ زرو افغانيو په لګښت استنادي ديوالونه جوړيږي چې د استوګنې دکورونو او د زراعتي ځمکو د ويجاړيدو مخه ونيول شي .
  باختر آژانس ته د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون دملي پروګرام د اطلاعاتو ادارې خبر ورکړ، د دره نور ولسوالۍ د پوچا خيلو په کلي کې  د سيلاوونو د ګواښونو او د کرنيزو ځمکو د ويجاړيدو د مخنيوي په مقصد ددغه کلي د پرمختيايي شورا له لارې د ولسي تړون ملي پروګرام د استنادي ديوالونو د جوړولو کار پيل کړی دى . 
  د دغې پروژې په بشپړيدو سره د استوګنې د ۴۰۰ کورونو او ۶۵ جريبه ځمکې د ويجاړيدو مخه نيول کيږي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته