امنیت

دکابل په قره باغ کې يوې چاودنې ٢٢ تنه ټپيان کړل .

کابل باختر دتلي يو ويشتمه :
دکابل  ولايت دقره باغ ولسوالۍ په بازار کې دبم چاودنې ٢٢ کسان ټپيان کړل چې دپنځو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
دباختراژانس  دخبر له مخې، دکابل ولايت دقره باغ ولسوال دچاودنې پيښه تاييد کړه ويې ويل، چاوديدونکي توکي دکابل دقره باغ ولسوالۍ يوجومات ته څيرمه ځاى پرځاى شوى  و چې نن له غرمې وروسته وچول شول چې په پايله کې يې دڅلورو ماشومانو اوديوې ښځې په ګډون ٢٢ تنه ټپيان شول  ټول ملکي کسان دي چې دپنځو تنو ټپيانو حالت خراب بلل شوى دى اوددرملنې لپاره کابل ته  ليږدول شوي دي .
دقره باغ ولسوال ددغې پيښې  عاملين طالبان بللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته