امنیت

يوزرو پنځه سوه کيلوګرامه اپين په غور کې ضبط شول

کابل باختر دلړم دريمه :
يو زرو پنځه سوه کيلوګرامه  اپين  پرون په غور ولايت کې ضبط شول .
  دغور ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر  ضيا الدين  ثاقب  دباختراژانس  سيمه ئيز خبريال ته وويل  چې يوزرو پنځه سوه کيلوګرامه اپين ډوله  نشه يي توکي  دشهرک ولسوالۍ  دپوليسو له خوا  په يوه موټر کې  کشف او ترلاسه شول
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغې قضيې په اړوندپنځه تنه نيول شوي او له دوى څخه  په دې برخه کې  تحقيقات پيل شوي دي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته