امنیت

دهېواد په بيلابيلو برخو کې ٦٤ تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢١ :
دملي دفاع وزارت دهېواد په بيلابيلو برخو کې  د٦٤ تنو ډاراچوونکو دوژل کيدو خبر ورکړ .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي ،  په تيرو ٢٤ ساعتو کې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ګډ عمليات ترسره کړل چې له امله يې  د وسله والو طالبانو د٤ تنو سيمه ييزو قوماندانانو،دالقاعده شبکې  داتو تنواو٣ تنوداعشيانو په ګډون  ٦٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول  او ١٦ تنه نور يې ټپيان شول.
دغه عمليات دهوايي اوتوپچي قوتونوپه ملاتړ د ننګرهار ،لغمان،  کاپيسا، ميدان وردګو، پکتيا ، غزني ، قندهار ، روزګان ، زابل ،هرات ، بغلان ، کندز  اودهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې   ترسره شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته