امنیت

په روزګان کې دنويو نښتو له امله ديو ويشتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دتلي  درې ويشتمه :
  يوويشت تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې له پوځيانو سره په نويو نښتو کې ووژل شول .
په دغوجګړو کې چې نن سهار ونښتې نهه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
جګړې په دهراود ولسوالۍ کې دپوځيانو له ناڅاپي  بريد وروسته ونښتې .
  دروزګان ولايت ددهراود ولسوالۍ امنيه قوماندان شا ه محمد باختراژنس ته وويل چې په دغو نښتو کې دڅو تنوبهرنيانو په ګډون ٢١ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي .
ده وويل چې دملي اردو او ملي پوليسو ځواکونو دهوايي پوځ په همکارۍ  نن سهار په دهراود کې دوسله والو طالبانو په سنګرونو بريدونه وکړل .
شاه محمد وايي چې په دغو بريدونوکې وسله والو طالبانو ته دسردزيان داوښتو ترڅنګ ددغې ډلې څو سنګرونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوې دي
ويل کيږي چې په دغو  نښتو کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته