سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د تلې د مياشتې٥مه
د اقتصاد عالي شورا غونډه تېر ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفترباختر آژانس ته خبرورکړ:
په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د دولتي بانکونو د مډرن کولو پر طرحې، د خصوصي سکتور د پراختیا اجرایوي کمېټې، د افغان ټیلي کام او چینایي ټيلي کام مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ پر تفاهم لیک، له چین څخه افغانستان ته د نوري فایبر پر تفاهم لیک د واخان بندر له لارې، په افغانستان کې د نوري فایبرترانسمیشن د سیمه ییز او ښاري شبکو د نصب او فعالیت  لپاره د جواز صادرولو د پالیسۍ پر طرحې او د پرانیستي لاسرسي پر نوې شوې طرحې بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د مالیې وزارت معین خالد پاینده، د دولتي بانکونو د مدرن کولو ستراتیژیک پلان غونډې ته وړاندې کړ او وې ویل، په دغه پلان کې د مالي سکتور اوسنی وضعیت، عمومي انتخابونه، د دولتي بانکونو د اوسني وضعیت مدرن کولو او د عملي حل لارو ارزونه شامل دي. هغه همداراز د دغه پلان د عمومي ګټو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل.
د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفی مستور وویل، په دولتي بانکونو کې د ظرفیت له کمښت سره مخامخ یوو چې دا د ستونزو لامل شوی. هغه زیاته کړه: موږ باید دولتي بانکونه تخصصي کړو او ورته کارونه یو بانک ته وسپارو.
د ښار جوړولو چارو وزیر سید سعادت منصور نادري، د دولتي بانکدارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ، وې ویل، د ښې بانکوالۍ اساس، د خلکو اعتماد او د مډرن خدمتونو وړاندې کول دي.
د ولسي جرګې وکیل عبیدالله رامین، پر خصوصي بانکونو د دولتي بانکونو په ارزښت ټینګار وکړ.
همداراز د مرکزي احصایې رئیس احمد جاوید رسولي، په بانکونو کې د واحد الکترونیکي سیستم پر جوړولو ټینګار وکړ.
د ولسي جرګې وکیل قدرت الله ذکي وویل، په دولتي بانکونو کې ستونزې شته او د افغانستان بانک دقیق څارنه نه ده کړې.
جمهوررئیس غني په دې اړه وویل، د بانکوالۍ فرهنګ یو عظیم فرهنګ دی. هغه د ښاغلي زابلي د کارونو یادونه وکړه او وې ویل، زابلي په څلورو کلونو کې ملي بانک په بین المللي بانک بدل کړ او ملي بانک په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ بنسټ کېښود.
جمهوررئیس ددې ترڅنګ چې په افغانستان کې یې د بانکي کارونو لپاره د مرحوم عبدالمجید زابلي له تجربو څخه استفاده مهمه وبلله، د بانکونو د پیاوړې او بنیادي څارنې او معیاري کولو لپاره یې پر بنیادي طرحې ټینګار و کړ.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، بانکونه باید روښانه ستراتیژي او موخه ولري او پر بانکونو اقتصادي پانګونې ته اړتیا ده. هغه ټینګار و کړ، چې بانکداري باید مسلکي وي او د دولتي بانکونو مسلکي ظرفیت باید وارزول شي.
جمهوررئیس غني وویل تر دې د مخه د بانکونو د فعالیت جواز په غیر معیاري توګه ورکړل شوی. هغه د مالیې وزارت او مرکزي بانک مسولینو ته دستور ورکړ چې د بانکدارۍ د احیا لپاره په یوه جامع طرحه کار وکړي.
همداراز جمهوررئیس وویل، په نوې بانکوالۍ کې مدیریتي موضوع، معیارونه او له ټکنالوژۍ څخه استفاده مهم دي.
وروسته د سوداګرۍ وزیر همایون رسا د خصوصي سکتور اجرایي انکشاف کمېټې او د دې کمېټې د کاري ډلو په اړه چې مالي او بانکوالۍ، کرنه، سوداګرۍ، کوچني او منځني تشبثات، زیربنا، ځمکه، انرژۍ او حقوقي برخې په کې شاملې دي، معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني د احصائیې په ارزښت ټینګار وکړ وې ویل، دودیزې احصایې زموږ د عصر د مدیریت ځواب ویونکی نه دی او بنسټيزو کارونو ته اړتیا ده، تر څو وتوانېږو د یوې معیاري ټولنې په توګه ټولو برخو ته لاسرسی ولرو. هغه زیاته کړه: هغه اقدامات چې د برېښنایي تذکرې او احصائیې په برخه کې شوي دي، د دې ستونزې په حلولو کې به مرسته وکړي.
جمهوررئیس وویل، موږ باید د ستونزو د تشخیص لپاره اراده ولرو او لومړیتوبونه بشپړ کړو.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د استخدام په ځانګړي ډول د سي بي آر په برخه کې دې چټکتیا رامنځته شي، ترڅو تازه دمه انساني ځواک چې د شاخصونو په تطبیق کې مرسته کوي، استخدام شي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس احمدنادر نادري وویل، د استخدام پر اولویت بندۍ کار دوام لري او د استخدام پروسې ته سرعت (چټکتیا) ورکول کېږي.
دغه راز د جمهوررئیس سترسلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د ولسي جرګې غړي عبیدالله رامین او خانجان الکوزي د خصوصي سکتور اجرایي انکشاف کمېټې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او د هغې پر اولویت بندۍ یې ټینګار وکړ.
ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاد اریوبي د افغان ټیلي‎کام او چینا ټيلي‎کام مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک او د واخان دهلیز له لارې له چین څخه افغانستان ته د نوري فایبر د تفاهم لیک په اړه معلومات ورکړل.
اریوبي د افغان ټیلي‎کام او چینا ټیلي‎کام مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک په اړه معلومات ورکړل وې ویل، دا تفاهم لیک د مخه د افغانستان او چین ولسي جمهوریت لاسلیک کړی دی.
جمهوررئیس غني د نوري فایبر شبکې په اړه وویل، د نوري فایبر شبکه منځنۍ او جنوبي اسیا سره د چین د نښلولو مهم او لومړنی ګام دی. هغه د افغانستان له حکومت او خلکو په استازیتوب د چین حکومت او خلکو څخه مننه وکړه.
د اقتصاد عالي شورا د دې ترڅنګ چې یاد تفاهم لیک یې تائید کړ د هغه د مالي سرچینو د تامین په لټولو یې هم ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د اترا ادارې رئیس نجیب عزیزي په افغانستان کې د نوري فایبر ترانسمیشن د سیمه‎ییز او ښاري شبکو د نصب او فعالیت لپاره د جواز صادرولو د پالیسۍ پر طرحې او د پرانیستي لاسرسي پالیسۍ د تجدید شوې طرحې د راپور په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني وویل، په دې اړه او همدارنګه د اترا ادارې د وضعیت او شته ستونزو د ارزونې په اړه، ځانګړې غونډې ته اړتیا ده.
د اقتصاد عالي شورا له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده پالیسي تائید کړه.#
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته