سیاست

د پکتيکا ښځو دپاکستان دعالمانو د شورا د رييس وروستى څرگندونې وغندلې

کابل  باختردکب  دمياشتې  ١٩ :
دپکتيکا ولايت ښځو په يوه غونډه کې دپاکستان دعالمانو شورا د رييس وروستى  څرگندونې وغندلې .
طاهر اشرفي په دې وروستيو وختو کې په خپلو  خبرو کې په افغانستان کې ځانمرګي  بريدونه روا بللي وو.
په همدې حال کې دپکتيکا  ښځو نن  په يوه  غونډه کې چې دښځو د نړيوالې ورځې له امله  د ښرنې په ښارکې جوړه شوې وه؛ دپاکستان دعالمانو شورا  د رييس ددغو خبرو په وړاندې غبرګون وښوده .
دغو ښځو چې شمير يې سلګونو تنو ته  رسيده؛ دپاکستان دعالمانو شورا د رييس خبرې ددغه هيواد داستخباراتي سازمان دخبرو زيږنده وبللې چې د دوى په خبره په افغانستان اوسيمه کې دتروريزم اوناامنى د شتون ستر عامل دى.
ددغې غونډې يوې برخه  والې داکترې شفيقې باختراژانس ته وويل چې دپاکستان دعالمانو دشورا د رييس خبرې ددغه هيواد داستخباراتي سازمان له  خوا ديکتې شوې دي .
دې ددغو خبرو په غندلو سره وويل چې دمسلمانو افغانانو وژل د دين د دښمنانو کار او د اسلام له نظره  حرام دى. .
دپاکستان دعالمانو شورا د رييس وروستي څرگندونې دافغانستان دخلکو او دهيواد د روښانفکرانو او ديني ټولنو ترمنځ غبرګونونه راپارولې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته