سیاست

د خواشینۍ پیغام

کابل_باختر د لړم د مياشتې٣مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رییس محمد اشرف غني د خواشینۍ پیغام
په خواشینۍ سره مې اطلاع حاصله کړه چې د افغانستان د دولت یو پخوانی مقام، امیر محمد صالحي د ورپیښې ناروغۍ له کبله وفات شو.
ارواښاد امیر محمد صالحي په هند کې د افغاني سفارت د مرسیتال، د وزیرانو شورا د ولایتي چارو د رییس په توګه او په نورو بېلابېلو پوستونو کې په لسګونو کلونه هیواد ته خدمت وکړ. د ده مړینه یوه ضایعه ده.
د ارواښاد امیر محمد صالحي د مړينې په مناسبت د هغه کورنۍ، همکارانو او د میدان وردګو ولایت اوسېدونکو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي.#     پاى-ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته