ټولنه

په غزني کې دجګړې له امله دقربانيانو کورنيو ته شيدې ورکوونکي څاروي ورکړى شول .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
په غزني ولايت کې  له هغو اوو کورنيو سره  دمرستې په خاطر چې خپل ډوډۍ راوړونکي يې  له لاسه ورکړي دي پرون  شيدي ورکوونکي څاروي  ورکړى شول
  دغزني دوالي مرستيال  محمدعارف واحدي باختراژانس ته وويل  چې دهر شهيد کورنۍ ته  دوه شيدې ورکوونکي غوايي او هر ټپي ته پنځلس پسونه دهغوى دژوندانه دچارو  دسمون لپاره  ورکړى شول .
دغزني دوالي مرستيال له نورو  خيريه بسنټونو څخه وغوښتل چې  دجګړې له امله دقربانيانو له کورنيو او د داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره  خپلې بشر دوستانه  مرستې  زياتې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته