سیاست

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تروریزم د ټولو هېوادونو ګډ دښمن او جدي خطر بولي.

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٩
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت  تل د داعش په ګډون د ټولو تروریستي ډلو پر ضد د جدي مبارزې ټینګار کړی او تروریزم د ټولو هېوادونو ګډ دښمن او جدي خطر بولي. دې ډلې تل په افغانستان او ټولو سیمو کې خلک په نښه کړي دي، په دغې پدیدې د بریالیتوب لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع حتمي ده.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د پاکستان د سند ایالت  د صوفیانو په یو زیارت د پروني برید د غندلو پرمهال چې د هغه هېواد د یو شمېر اوسېدونکو د مرګ ژوبلې لامل شو وویل، صوفیان تل د سولې او ورورولۍ ترویج کوونکي دي او تروریستانو یو ځل بیا ثابته کړه چې په اسلامي او انساني ارزښتونو باور نه لري او دا اعمال یې په هیڅ دین او قانون کې نه توجیه کېږي.
جمهور رئیس غني باورمند دی چې له تروریزم سره په مبارزه کې صداقت او اراده به د دې لامل شي چې دغه خطرناکه او شومه پدیده په هیڅ هېواد کې بشري ضد جنایتونو ته ادامه ورنه کړي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تل د سولې او ثبات د تامینولو او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپل صداقت ښودلی، ډېر کلونه کېږي چې ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي او هیله لري چې نور هېوادونه هم دتروریزم ضد مبارزه کې  خپل صداقت په عمل کې وښيي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته