جلال اباد باختر د چنګاښ ۲۵ مه
د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې د ولسي تړون پروګرام له لارې د شپږو مېلیونو او دوه سوه زرو ا فغانیو په لګښت د دریو پروژو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د و الي و یاند عطاءالله خوږياڼي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې،په دغو پروژو کې سړکونه، ویالې او د یوه تفریحي پارک د احاطې دیوال شامل دي چې د څلورو میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ