ورزش

په روزګان کې د واليبال پيل شوې سيالۍ د طوفان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

ترینکوټ باختر د لیندۍ د میاشتې ۵ مه
په ترینکوټ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سيالۍ د طوفان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې د شهيد جنرال مطیع الله خان خیريه بنسټ له خوا پر لاره اچول شوې وې شاوخوا دوويشت ورځې يې دوام وکړ.
په دغو سياليو کې د طوفان لوبډلې لومړی ځای، نو آباد لوبډلې دوهم ځای او د آمریت لوبډلې دریم ځای خپل کړ.
د روزګان ولایت د بدني روزنې امر قدرت الله الفت د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې د دغو سياليو موخه ځوانان له نشه يي توکو څخه راګرځول او يوالي ته هڅول وو.
د الفت په وینا دا دوهم ځل دی، چې د طوفان لوبډله په سیالیو کي لومړی ځای خپلوي.
هغه وویل چې د دغو سياليو د غوره لوبغاړي مډال هم د طوفان لوبډلې میلاد ته ورکړ شو.
ددغو سیالیو د غوره لوبغاړي کپ یا مډال هم د طوفان لوبډلې یوه لوبغاړي میلاد تر لاسه کړ.
په همدې مهال يو شمېر لوبغاړو بيا له نورو ځوانانو څخه وغوښتل، چې د سالمې روغتيا لپاره ورزش ته مخه وکړي او له بیځایه کړنو او تعصبونو څخه لاس واخلي.
د والیبال سيالۍ په داسې حال کې پای ته رسيږي چې تېره ورځ هم په دغه ولایت کې د څوارلسو لوبډلو ترمنځ له تېرو دوو مياشتو څخه د فوټبال پيل شوې سيالۍ د رحيمې لوبډلې په بريا سره پای ته رسېدلې وې.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته