سیاست

د ډاډ ګيرنې پيغام

کابل باختر د کب اتلسمه :
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا د ډاډ ګيرنې پيغام.
  په ژورې خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې مجاهدشخصيت، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم وفات شوى دى.
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم د ملحدو روسي يرغلګروپرخلاف دمقدس جهاد په دوران  کې ستره اوکارنده ونډه واخسته. په جهاد او مقاومت کې يې مهم رول لوبولى دى.
دافغانستان د عالمانوسراسري شورا د ده مړينه د افغانستان ملت ته يوه ستره ضايعه بولي او د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس، د ارواښاد کورنۍ، دوستانو او مجاهدوسنګروالو او د افغانستان مسلمان اومجاهدملت ته څرګندوي او د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته