خبرونهامنیت

دوه تنه په تخار کې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول

 کابل،د وږي مياشتې لومړۍ باختر

د تخار د امنيي قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت منسوبينو پرون دوه تنه په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.

د تخار د امنيي قوماندانۍ وياند مبين صافي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د تخار د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت منسوبينو د تالقانو ښار په مربوطاتو کې  په دوو جلا جلا عملياتو کې دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تورنیولي دي.

د صافي د څرګندونو له مخې؛ له نيول شويو کسانو څخه يوه زياته اندازه الکولي مشروبات او تابليت کا ترلاسه شوي دي.

خبرځاى زیاته  کړه چې په دې اړه څېړنې دوام لري.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا