سیاست

جمهوررئیس غني د زیربنایي پروژو په تطبیق کې د جاپان د مرستو قدرداني وکړه

 کابل باختردلړم دمياشتې ١٠مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمد اشرف غني په کابل کې د جاپان له سفیر میتسوجي سوزاکا او د جایکا ادارې له مشر شینیچي کیتاوکا سره په کتنه کې په افغانستان کې د زیربنایي پروژو په تطبیق کې د جاپان د مرستو او د کابل ښاري انکشاف سکتور د ملاتړ قدرداني وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جایکا ادارې تخنیکي مسوول کینجي تاکاهاشي د کابل ښاري انکشاف سکتور په اړه جمهوررئیس غني ته معلوماتي پریزنټېشن ورکړ.
جمهور رئیس له یاد پریزنټېشن څخه په مننې سره وویل، موږ به له دې طرحې څخه د کابل ښار د انکشافي چوکاټ برابرولو لپاره د مرجع په توګه ګټه واخلو.
هغه د افغانستان او جاپان ژورو تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې وویل، د جاپان مرستې تل موثرې او جامع وې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته