ټولنه

په تخار کې د راى ورکولو بهير پيل شوى دى

کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
په تخارکې د جمهوري رياست انتخاباتو د راى ورکولو بهير په يوساعت ځنډ سره پيل شوى دى.
په تخار کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مسوولان وايي چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د راى ورکولو بهير په لږ ځنډ سره پيل شو.
هغوى وايي چې د راى ورکولو په مرکزونوکې د خلکو شتون پيکه دى او ښايي د وخت په تېريدو سره پراخ شي.
همدارنګه ويل کېږي په تخارکې پراخ امنيتي تدبيرونه نيول شوي دي او تر اوسه د کومې پېښې خبر نه دى ترلاسه شوى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته