کابل باختر دليندي ديرشمه :
د وسله والوطالبانو د ډلې يوسرګروپ له دوو تنو افرادو سره يې تېره شپه په جوزجان ولايت کې ووژل شول.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سمونمل عبدالمنان رووفي باخترآژانس ته وويل: ملانقيب الله له دوو تنو افرادو سره يې د جوزجان ولايت د قوش تيپې ولسوالۍ په خانقا ساحه کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه چې په دې نښته کې څلور تنه سيمه ئيز پوليسان هم ټپيان شوي خو روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ