ټولنه

فضل الهادي مسلميار دروداتو ولسوالۍ له يوشمير استازو سره وکتل

کابل باختر دليندۍ دمياشتې  ٢٣ : د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر د ۱۳۹۲ كال د ليندۍ ۲۳ مه نېټه د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن په داسي حال كې چې د ننګرهار ولايت سناتور لطف الله بابا هم حاضر وو د دې ولايت د روداتو ولسوالۍ د حصارشاهي د سيمې يو شمېر سپينږيرو او مشرانو سره د خپل كار په دفتر كې وكتل او د دوي ستونزې يې واورېدې .

دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبرورکړ :
په دې كتنه كې يو تن د دې ولسوالۍ د خلكو د سيمه ييزو ستونزو د يادونې په ترڅ كې وويل چې په دي وروستيو كې په دې ولايت كې د ملګرو ملتونو د دفتر كاركوونكې ډاكټر حكمت نومې شخص د خپلې دندې څخه په ګټې اخيستنې سره كوښښ كوي تر څو په دې سيمه كې د يوشمېر ټولګټو پروژو د پلي كېدو خنډ شي. 
د مشرانو جرګې رئيس د دوي د ستونزو او شكايتونو له اورېدو وروسته ژمنه وكړه چې دغه موضوع به له اړوندو ادارو سره طرحه كړي او حل لارې به يې وپلټي  همدا راز د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار د يوې جلا كتنې په ترڅ كې د فينكا،يوسايډي او يو ان ډي پي د ادارو د ريسانو او كاركوونكو كړنې چې د ننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار كې فعاليت كوي د ستايلو وړ وبللې او د مشرانو جرګې ستاين ليكونه يې دوي ته ور كړل .
دغه راز د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار د كرنې د سكتور په برخه كې د مرستندويو موسسو د جلب په باب د ننګرهار ولايت د كرنې او كانال رياستونو فعاليتونه واوريدل . په دي ناسته كې چې د دې ولايت سناتور لطف الله بابا ، زياترو سناتورانو او د يو ان ډي پي ، يوسايډي او فينكا موسسو استازو هم ګډون درلود ، د دې ولايت د كرني او اوبولګولو رئيس  دکرني او داوبولګولو د ميكانيزه كېدو په موخه د اسانتياو د برابرولو او بيا رغاونې په برخه كې د همكارو موسسو مرستې د پام وړ وبللې او د داسي همكاريو پر دوام يې ټينګار وكړ .
ايزديار د اقتصادي بنسټونو په جوړلو په ځانګړي توګه د كرکيلې د پرمختګ په برخه كې د دغو موسسو مرستې ګټورې وبللې او د سالمو مصروفيتونو او كار ته د ځوانانو د جذب او د هېواد په اقتصادي پرمختګ كې د دوي د لازياتو همكاريو غوښتونكې شو او د دوي د ښو كړنو له امله يې د مشرانو جرګې ستاين ليكونه دوي ته ور كړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته