کابل باختر دلړم لومړى :
دکانونو او پتروليم وزارت وياند قدير مصطفي نن وويل چې دکانونو دمديريتي طرحې په تطبيق سره دهېواد له کانونو څخه دناوړې استفادې لپاره فرصتونه محدوديږي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه طرحه پرون دجمهوري رياست په ارګ کې له جمهور رييس سره په يوه غونډه کې شريکه شوه .
دکانونو اوپتروليم وزارت وياند دغه راز وويل چې ددغې طرحې په بشپړيدو سره دهغې دتطبيق زمينه برابريږي .
دهېواددکانونو دمديريت په طرحه کې جيولوژيکي مديريت او معلومات ، دقراردادونو مديريت ، دروڼتيا اوحساب ورکولو دسيستم رامنځته کول اودغه راز په دې برخه کې دپانګونې لپاره دفرصتونو برابرول شامل دي .
دکانونو اوپتروليم وزارت وياند دڅرګندونوله مخې، هڅه کيږي چې دکانونو دمديريت طرحه عملي اړخ غوره کړي چې دهېواد دکانونو په برخه کې ديادونې وړ اصلاحات اوښه والي رامنځته شي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل