امنیت

شپږ تنه ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل باختر دوږي  څوارلسمه :
شپږ تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې له پوځيانو سره په حګړه کې ووژل شول.
دغه ډار اچوونکي نوي له ډيورنډ کرښې څخه افغانستان ته  ننوتي وو او غوښتل يې په ماڼوګي ولسوالۍ کې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي چې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل : طالبان نوي له پاکستان څخه راغلي وو او غوښتل يې دپوځيانو د سپرلۍ په کاروان  بريد وکړي . 
په دې جګړه کې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
   ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته