امنیت

په کابل کې دولس تنه د اخلاقي جرمونو او غلا په تړاو ونیول شول

کابل / د لړم ۲مه / باختر
د کابل ‍پولیسو مسوولین وايي چې د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې ځواکونو ۱۲ تنه د اخلاقي جرمونو او غلا په اړوند نیولي دي.
د کابل ‍پولیسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې مجاهدينو په اوپراتیفي عملیاتو کې د دغې حوزې له مربوطاتو څخه د دوو ښځو په ګډون ١٢ شکمن کسان د اخلاقي جرمونو او غلا په تړاو نیولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی او اوس تر څارنې لاندې دي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته