ټولنه

خلک داختر دميوې دپيرودنې وس نه لري.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٧
په لوړه بيه دوچوو ميوو دپلورونکو له خوا دميوو وړاندې کول د دې سبب شوي دي چې کمې کورنۍ وکولاى شي داختر لپاره وچه ميوه وپيري.
يو شمير ښاريان په بازار کې په روان حالت انتقاد کوي او له دولت څخه غواړي چې دګران پلورنې مخه ونيسي.
دکابل اوسيدونکى مير اقا دباختر اژانس خبريال ته وويل: دتيروکلونو په شان نه شي کولاى داختر دهرکلى لپاره ډول ډول وچه ميوه وپيري.
ده وويل: له يوې خوا وزګارتيا او مفلسي او له بله پلوه د وچو ميوو د بيې لوړوالې خلک زيات ناتوانه کړي دي.
مير آقا وويل : نه شي کولاى له دوه درې ډوله ميوې څخه زيات وپيري.ځوانه نجلۍ مژګان چې له خپل کوژدن سره دميوو دپيردونې لپاره بازارته تللې وه .
وويل چې په بازار کې دناخوالو علت د دولتي مرکزونو نه لاس وهنه ده، دې وويل په افغانستان کې د آزاد بازار له سياست څخه يواځې بيوزلې خلک او د دولت ټيټ رتبه کارکوونکي زيانمن شوي دي ځکه هر پلورونکې په هره بيه چې خپل مال وپلوري چاته د ځواب ويلو مسووليت نه لري.
په همدې حال کې د وچووميوو يوه پلورنکې مير افغان دباختر آژانس خبريال ته وويل: داختر په درشل کې دوچوو ميوو بيه د غوښتنې په خاطر لوړيږي .
ده وويل پرچون پلورونکي داختر د اړتيا وړ ټوکي له سوداګرو څخه پيري او له شک پرته په هر بيه چې سوداګر هغه وړاندې کړي پرچون پلورونکي هغه په لږې ګټې سره خلکو ته وړاندې کوي.
په هرحال دا چې خلک شکايت کوي او يا داچې دخپلو طرحه شويو ستونزو په وړاندې دبې توپيري او انتقاد خبره کوي حق لري او دا دمسوولينو کار دى چې په دې باب ځواب ووايي خو د خلکو ددغه شان چلنجونو په وړاندې دکابل ښاروالۍ دچارو مسوولين وايي چې د آزاد بازار سياست ددې سبب شوى دى چې ونه کړاى شي دبازار په بيه کې مداخله وکړي.
نو په دې صورت کې خلک پوښتنه کوي چې دخپلو ستونزو دحل لپاره کومه دروازه وټکوي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته