سیاست

حامدکرزى : که چيرې بهرنۍ لاسوهنه نه واى ، افغانستان له نن ورځې څخه څوبرابره زياته ترقي کوله .

کابل باخترد تلې دمياشتې ٧ :
حامدکرزي  دمنتخب  جمهوررييس دلوړې په مراسمو کې دوينا په ترڅ کې وويل : که چيرې بهرنۍ لاسوهنه  نه واى افغانستان  له نن ورځې څخه څو برابره زياته ترقي کوله .
دباخترآژانس دخبرله مخې :   حامدکرزي په دې وينا کې وويل :  موږ په انتخاباتو کې په پراخ ګډون  اوپه هغه صبر او زغم سره  چې له انتخاباتو  څخه وروسته  تر نن ورځې پورې  مو وښودل ، ثابته کړه چې کافي  سياسي پوخوالى  او درايت لرو.
ده زياته کړه: زموږ  خلکو دغه راز وښودله چې  دمملکت او نظام  سوله او ثبات غواړي . بشپړ باور لرم  چې دهېواد نوى مشر  اوموږ ټول به دملت دغه پيغام واخلو او دملکت سولې او ثبات ته به دخپلو لومړيتوبونو په سر کې ځاى ورکړو.
حامدکرزي  په هېواد کې دسولې له اړتيا سره اړيکې ونيولې او ويې ويل  چې
دټولو افغانانو يو مهم او نه بشپړ شوى کار هماغه په هېواد کې دسولې  ټينګښت دى . له سولې پرته امنيت نشته  اوله امنيت پرته مملکت په زړه پورې پرمختګ ته  نه رسيږي ، نه سياسي پرمختګ  ، نه ټولنيز پرمختګ او نه هم سياسي پرمختګ .
که چيرې زموږ په هېواد کې سوله واى  ، بهرنۍ لاسوهنې شتون نه درلود هېواد له نن ورځې څخه څو برابره زيات پرمختګ کاوه .
حامدکرزي  څرګنده کړه نن په داسې حال کې چې  زه  دافغانستان خلکو ته دديارلس کلن خدمت  دروند بار  دهېواد نوي  جمهوررييس ته سپارم اوپه لومړي  ګام کې دافغانستان له ټولو خلکو څخه مننه کوم چې تراوسه پورې يې په زيات زغم سره  زما ملګرتيا وکړه .
لکه څنګه چې په وار وار مې ويلي دي  چې  په ټول توان سره دهېواد د نوي جمهوررييس ډاکتر محمداشرف غني احمدزي او دملي وحدت دحکومت داجرائيه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله همکاريم  . له خپلو  عزتي خلکو څخه غوښتنه کوم چې دخپل هېواد  له نوي مشرتابه سره مرسته وکړي.
دغه راز نن يوځل بيا يادونه کوم  له هغو ټولو هېوادونو څخه چې په تيرو ديارلسو کلونو کې يې  له افغانستان سره  مرسته او همکاري کړې ده  دافغانستان دخلکو په استازيتوب د زړه له  کومې په وار وار مننه او قدرداني کوم .
ده دغه راز ددغو تاريخي مراسمو دښه پرځاى کولو په خاطر دمنتخب جمهوررييس  دلوړې دمراسمو  دپرځاى کولو  دعالي  دولتي کميسيون له رييس صادق مدبر  او ددغه  کميسيون له غړو څخه  مننه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته