ورزش

افغانستان د نيپال په وړاندې ماتې وخوړه

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٥
په تاجکستان کې د فوټبال د څوارلسې کلنو تنکيو ځوانانو د جشن د مراسمو په دوام دهيواد د څوارلس کلنو ځوانانو ټيم د نيپال په وړاندې ماتې وخوړه.
دکابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبډالبصير قيومي باختر آژانس ته وويل: دغه لوبه چې پرون ترسره شوه؛ د صفر په وړاندې په دوو سره د نيپال ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
مخکې له دې د هيواد د فوټبال د څوارلس کلنو ځوانانو ټيم د پاکستان په وړاندې ماتې وخوړه.
د فوټبال د آسيايي جشن مراسم په تاجکستان کې يوه اوونۍ مخکې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته