امنیت

د روزګان درې تنه سيمه ييز مسوولين دطالبانوله خوا وتښتول شول

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٤ :
د روزګان ولايت درې تنه سيمه ييز مسوولين د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوندو کسانو له خوا وتښتول  شول.
دمرکزي احصائيې مسوول نعمت الله، د کرنې د ادارې مسوول محمدقاسم او د خاصروزګان ولسوالۍ د څارنوالۍ مسوول اسدالله دطالبانو د ډلې له خوا وتښتول شول .
د روزګان ولايت يوه سيمه ييز مسوول  چې ويې نه غوښتل نوم يې په ډاګه شي؛ دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه درې تنه مسوولين اوس دطالبانو په بند کې دي.
ده وويل چې د سيمې د مشرانو او دسيمه ييزو مسوولينو هلوځلو تر اوسه پورې  د دوى د آزادولو لپاره نتيجه نه ده ورکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته