اقتصاد

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

 کابل / د وري ١٨مه / باختر
د سپين بولدک بندر د درېيو ورځو لپاره د مسافرو پر مخ پرانيستل شو.
د دغه بندر په پرانيستلو سره نن سهار د کرښې په دواړو خواوو کې سلګونه بند پاتي شوي پاکستاني او افغان مسافر خپلو هېوادونو ته د ستنېدو اجازه ترلاسه کړه.
هغوى څه ناڅه يوه مياشت د پاکستان له خوا د دغه بندر له تړل کېدو وروسته  د افغانستان په قندهار او د پاکستان په کوېټې کې بند پاتي وو.
مسافران د راستنېدو په وخت کې معاينه کېږي او اړ دي چې ١٤ او يا ٢١ ورځې د کرونا ناروغانو د قرنطين په ځانګړي مرکزکې تېرې کړي.
د قندهار يوه روغتيايي مسوول باختر آژانس ته وويل چې هېڅ مسافر له قرنطين پرته نه شي کولاى د هېواد ښارونو ته لاړ شي.
هغه وويل: په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر دغه تدبيرونه نيول شوي دي.
ختم -ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته