ورزش

دموتاى ښځينه منتخب ټيم جوړيږي

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١ :
دنجونو دموتاى   د ورزش انتخاباتي سيالۍ نن په کابل کې پيل شوې.
دموتاى فدراسيون  فني مرستيال عبدالجميل محمدي د باختر آژانس خبريال
ته وويل :ددغو سياليو دترسره کولو هدف  ددغې ورزشي څانګې دښځينه منتخب ټيم جوړول دي.
دمحمدي دڅرګندونوله مخې : دغه سيالۍ  دچهاردهي په چهار قلعه  کې دزابل ستار دموتاى  اکاډمۍ په مرکزي کلپ کې پيل شوي دي  چې پنځوس تنه ورزشکارانې پکې ګډون لري اوپه شپږو  وزني ګروپونو کې  ديوې ورځې لپاره سيالي کوي.
محمدي زياته کړه ددغو سياليوپه پاى کې به  څلرويشت  تنه غوره څيړې دکابل دنجونو دموتاى دمنتخب ټيم غړيتوب ترلاسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته