کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٦ :
امنيتي ځواکونو دکندز ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ګډو چاڼيزو عملياتو د پيل خبرورکړ .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په کندز ولايت کې دډاراچوونکو ډلو له شتون څخه د قلعه ذال ولسوالۍ دپاکولو په مقصد نن سهار له هوا اوځمکې څخه دپامير_ ٥ په نامه چاڼيز عمليات پيل شول .
ددغو عملياتوپه پيل کې يو تن ډاراچوونکى ووژل شو چې مړى يې دجګړې په ډګر کې پاتې دى .
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې دقلعه ذال ولسوالۍ له تصفيې او پلټنې وروسته دپامير_ ٥ په نامه عمليات ددغه ولايت په نا امنو ساحو کې دوام کوي.
يوولس ورځې مخکې قلعه ذال دطالبانو په لاس سقوط وکړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ