امنیت

لس وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۲مه
په غزني کې ۱۰ وسله وال طالبان تېره شپه ووژل شول.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ایمل مومند باختر آژانس ته وویل: دغه وسله وال طالبان د غزني د اندړو او مقر ولسوالیو په مربوطاتوکې له پوځیانو سره په نښته او هوایي برید کې ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې په پېښه کې څو نور وسله وال طالبان ټپیان شوي او د دښمن څو جنګي وسایل او موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي .
د یو بل خبر له مخې: د ۲۰۳ تندر قول اردو د ماین پاکولو ټیم د غزني د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې دوه ماینونه کشف او شنډ کړل.
پای/شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته