کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر
د هېواد د پوهنې وزارت سرپرست ډاکتر محمد ميرويس بلخي د ليک لوست زده کړې د ملي کمېټو د همغږى او اغېزمن مديريت په روزنيز ورکشاپ کې ټينګار وکړ چې د بېسوادۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې ملي رسالت او مکلفيت دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د پوهنې وزارت سرپرست د دغه روزنيز ورکشاپ په پيل کې چي پرون جوړ شو؛ په هېواد کې د ١٠ ميليونو بېسوادو کسانو شتون ته په اشارې سره وويل: په هغو درېيو هېوادونوکې چې بېسوادي زيات شمېر لري؛ د افغانستان شتون د دې ښکارندوى دى چې د بېسوادۍ د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې يو ملي رسالت او مکلفيت دى .
ډاکتر بلخي هم د هېواد په ټولو ولسواليو او کليوکې د ليک لوست د زده کړې د پروګرامونو تطبيق او پراختيا يو ممکن کار وباله او په دې برخه کې يې د بومي ظرفيتونو پر استفادې ټينګار وکړ .
دغه راز د پوهنې وزارت د ليک لوست زده کړې معين ډاکتر سردارمحمد رحيمي اصنافو او اتحاديو، امنيتي ځواکونو او ښځو ته د ليک لوست زده کړې د لنډمهالو، منځ مهالو او اوږدومهالو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.
په دغه روزنيز ورکشاپ کې چې نن يې هم دوام وکړ؛ د هېواد د مرکز او ولايتونو د پوهنې رييسانو او آمرانو ګډون لاره.
پاىج ذ