هرات باختر دزمري دمياشتې ديرشمه :
د حوزوي روغتون مسوولينو په وروستۍ يوه اوونۍ کې په ترافيکي پيښوکې د نږدې سلو تنو ملکي وګړو د ټپي کيدو خبر ورکړ .
د هرات د حوزوي روغتون يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې اوونۍ په بهيرکې دوه تنه هم په ترافيکي پيښوکې وژل شوي دي.
روغتيايي مسوولين د دغو پيښو د زياتوالي علت له کمربند او امنيتي خوليو څخه نه استفاده او له نقليه وسايطو په تېره بيا له موټر سايکلونوڅخه د تنکيو ځوانانو استفاده اعلام کړ او ويې ويل: دغه پيښې د ښار په ناحيو، ولسواليو او په لويو لاروکې کيږي چې د پيښو زيانمن شوي روغتون ته ليږدول شوي او د ځانګړو څارنو لاندې دي.
په هرات ولايت کې په روان کال کې ١٦٠٠ ترافيکي پيښې ثبتې شوې دي چې په هغه کې يوشمېر زيانمن شوي او ټپيان ليدل کيږي .
0 1 دقیقه لوستل