اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون د دولس نیمو میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۰قراردادونه منظور کړل

کابلباختر د مرغومي د مياشتې١٢
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون تير ماښام په ارګ کې غونډه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د دولس نیمو میلیاردو (۱۲,۵) افغانیو په حدودو کې ۲۰ قراردادونه منظور شول. چې مهم قراردادونه یې په لاندې ډول دي:
– د سروبي ولسوالۍ د ( ۲۰کیلوولټ /۱۱۰) سب سټیشن پروژې ډيزاین، لېږد، نصب او فعالول،
– له اقینې څخه تر اندخوی او شبرغان پورې د ۵۰۰کیلو واټه برېښنا د لېږد پروژه او همدارنګه په لوګر ولایت او د پکتیا ولایت په ګردیز ښار کې د برېښنا د وېش شبکې فعالول،
– د کمال‌خان بند د درېیم فاز جوړول، د اقتصاد وزارت او په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس د ستر سلاکار د ارزونې په شرط منظور شو،
– د تخار ولایت له بنګي څخه تر اشکمش پورې سړک د لومړۍ برخې د درېیم فاز جوړول،
– د لغمان ولایت له مهترلام بابا څخه تر بادپښ ولسوالۍ پورې د سړک جوړول،
– د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ په کنډو کلي کې د ۱۴کیلومتره سړک پخول،
– د نیمروز ولایت په زرنج کې د ۹کیلو متره سړک بیارغاونه،
– د ترانس هندوکش د اتصالي سړک پروژې لپاره د مشورتي خدمتونو شرکت د قرارداد تعدیل،
– د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي مرکز دجوړولو پروژه،
– د چارو د عمومي ادارې ریاست اړوند د معلوماتي ټکنالوژۍ ۳۶قلمه تجهیزات،
– او د ملي دفاع وزارت اړوند د اعاشوي توکو، فرشونو، د پخلنځي وسایلو، طباعتي ماشین الاتو ۵ قراردادونه په کې شامل دي. 
دملي تدارکاتو کمېسیون د پنجشیر ولایت، د تخار ولایت د چال او د بادغیس ولایت د آب شوره  ذخیروي بندونو د تخنیکي څیړنې پروژه د لا زیاتې ارزونې په موخه بېرته ور وګرځوله.
په دې غونډه کې د یو شمېر پروژو په ځانګړي ډول د روغتونونو او د وینې د بانکونو ټولنیزې، بودجوي او تخنیکي ستونزې چې له پخوا موجودې وې هم وارزول شوې.
غونډې د یو شمېر هغو پروژو په خاطر چې له مالي ستونزو سره مخامخې دي د مالیې وزارت مکلف کړ، چې موضوع له تمویلوونکو سره  شریکه کړي او حل لارې یې ولټوي. هغه پروژې چې له ټولنیزو ستونزو سره مخامخې دي د اړونده ولایتونوله والیانو سره د تماس له لارې دې حل لارې وسنجول شي.
دملي تدارکاتو کمېسیون د افغانستان برېښنا شرکت او د فواید عامې وزارت اړوند قراردادونو د منظورۍ پر مهال یاد بنسټونه مکلف کړل چې د قرارداد ګټونکو شرکتونو د سندونو د کره‌والي او کلیدي کارکوونکو د وړتیا په اړه غونډې ته ډاډ ورکړي.
په دې غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو، د سیګار، د مشرانو جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون، اداري فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس او د غوڅ ملاتړ د سیستیکا ادارې څارونکو ګډون کړی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته