امنیت

په پلخمري ښار ديوې ستري پوځي قرارګاه له جوړولو وروسته دطالبانو دبريدونو کمښت .

کابل باختر دوري دمياشتې ١٤ :              
په پلخمري ښارکې  په يوې استراتيژيکي سيمه کې د يوې سترې پوځي قرارګاه په جوړولو  سره اوس  په پلخمري ښار دطالبانو ګواښ  کم  شوي دي.
په څو تيرو کلونوکې په پلخمري ښار د وسله والو طالبانو مرګاني بريدونه  د دغه ښار داوسيدونکو سترې انديښنې  وي.
ويل کيږي  چي پلخمري ښار پورې اړوند د خوږياڼيو او ډنډ شهاب الدين په سيمو کې  دسترو پوځي قرارګاو په جوړولو سره  اوس په دغه ښار دطالبانو ګواښ کم شوى دى.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر  جنرال اميرګل حسين خيل بغلاني دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د پلخمري ښار په خوږياڼيو سيمه کې د پوځي قرارګاه  په جوړيدو سره اوس وسله وال طالبان   دغه ښار ته دګواښ توان له لاسه ورکړى دى.
ده وويل وسله والو  طالبانو دشهاب الدين ډنډ او ډنډغوري په سيمو کې له پوځيانو سره دمخامخې جګړي  په بهيرکې دسر د روند زيان په زغملو سره  دجګړې توان يې له لاسه ور کړى   او له بلې خوا  په ستراتيژيکي سيمه کې ددغې قرارګاه جوړيدل ددې سبب شول چې نور وسله وال طالبان دګواښ توان ونلري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته