ټولنه

په هرات کې په ترافيکي پيښو کې شپږ تنه ووژل شول

کابل باختردوري دمياشتې ٢٧نيټه :
په تېرو پنځو ورځو  کې  په هرات ولايت کې د ترافيکي پيښو له امله شپږ تنه وژل شوي  او يوسلو څلور اويا تنه  نور ټپيان شوي دي.
د هرات ولايت دحوزوي روغتون  وياند محمدرفيق شيرزي دڅرګندونوله مخې   په تېرو پنځو ورځو کې دترافيکي پيښو له امله شپږ  تنه وژل شوي  او يوسلو څلور اوويا تنه نور ټپيان شوي دي  چې په ټپيانو کې ٣٢ تنه ماشومان اوپنځلس تنه ښځې هم شاملې دي.
شيرزي زياته کړه چې دغه کسان په ښار، ولسواليو او لويو لارو کې ټپيان او  حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي. پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته